د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ طالبانو ونیوله – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ طالبانو ونیوله

وسلوالو طالبانو ویلي چې تیره شپه یې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ پراخ بریدونه پیل کړل چې سهار یې د یادې ولسوالۍ مرکز د دولتي ځواکونو له کنترول ووایستلو
ذ بیح الله مجاهد په یو بل تازه خبر کې ویلي چې د یادې ولسوالۍ د مرکز له نیول کیدو وروسته یې نن د جګړې په جریان کې د یادې ولسوالي امنیه قومنداني او ټولې امنیتي پوستې نیولي دي

مجاهد زیاته کړې چې د جګړې په ترڅ کې یې ګڼ شمیر افغان سرتیري وژلي او ټپیان کړي دي او دوه تنه یې ژوندي نیولي دي

طالب ویاند ویلي چې د یادې ولسوالي د نیولو پر مهال یې څلور رینجر یو هایلکس موټر او زیات شمیر اسلحه او تجهیزات هم تر لاسه کړي

افغان دولت په تخار کې د چاه اب په ولسوالۍ د طالبانو د شدیدې حملې خبر تائید کړی خو د سقوط په اړه یې رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *