کابل کې د ریاست ۹۰ د مستنطقینو مشر ”انجینر“ د طالبانو په برید کې وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

کابل کې د ریاست ۹۰ د مستنطقینو مشر ”انجینر“ د طالبانو په برید کې وژل شوی

د کابل ولایت څخه راپورونه وایی چې تیره ورځ د کابل ښار په قلعه واحد سیمه کې وسلوالو د ملي امنیت د ریاست ۹۰ د مستنطقینو په مشر ”انجینر“ باندې ډزې کړي او ځاي پرځای یې وژلی ده

وسلوالو طالبانو د نوموړي د وژل کیدو مسؤلیت منلی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي چې د دوی د هدفي وژنو د ګروپ وسلوالو د ملي امنیت د نود ریاست د مستنطقینو په مشر ”انجینر“ باندې د کابل ښار په قلعه واحد سیمه کې برید وکړو او نوموړی یې ځای پر ځای وواژه

تر اوسه افغان دولت د نوموړي د وژنې په اړه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *