سعودي د ۲۰۱۵کال د کرېن پېښه کې وژل شویو افغانانو ته لکونه ریال مرسته ولیږله – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

سعودي د ۲۰۱۵کال د کرېن پېښه کې وژل شویو افغانانو ته لکونه ریال مرسته ولیږله

د ۲۰۱۵م کال د حج په مراسمو کې د حرم شریف د بیا رغونې په کار لګیا کرین د رالویدو په پیښه کې د شهید شویو او ټپي شویو حاجیانو له کورنیو سره د سعودي حکومت په لکونو ریال مرسته کړې ده

په یاده پیښه کې یو شمیر افغان حاجیان هم ووژل شول او یو شمیر ټپیان شوي وو

اوس تازه د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت کې د را ستنیدونکو چارو ریاست له لوري په دې هکله د وژل شویو او ټپي شویو حاجیانو د کورنیو لپاره ۴.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۳ تصدیق شوي چیکونه د افغانستان سفارت سفیر کریم جلال ته ورکړي تر څو یې د ۲۰۱۵ کال کې د وژل شویو او ټپي شویو افغان حاجیانو کورنیو ته ورکړي

د سعودي د حکومت له لوري په دغو ورکړل شویو چیکونو کې د هر وژل شوي حاجي کورنۍ ته د یو میلون ریالو او د هر ټپي شوي حاجي کورنۍ ته د پنځه لکه ریالو چیکونه ورکول شوي دي

دا چیکونه د سعودي د پاچا خادم الحرمین الشریفین سلمان بن عبدالعزیز ال سعود د اعلان په اساس متأثرو کورنیو ته ورکول کیږی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *