افغان دولت لا هم د جګړې د ګرمولو هڅې کوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

افغان دولت لا هم د جګړې د ګرمولو هڅې کوي

په داسې حال کې چې ټول افغان ولس او نړیوال د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د موافقتنامې اعلان ته په بې صبري انتظار کوي خو افغان دولت بیا بالمقابل د جګړې د ګرمولو په هڅو بوخت دی

افغان ولسمشر څو ځله د پوځي چارواکو سره په غونډه کې هغوی ته دا امر کړی چې د طالبانو پر خلاف خپلو بریدونو او جګړو ته زور ورکړئ

دا ځل د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د افغانستان د ځانګړو او کمانډو ځواکونو قومندانۍ ته ورغلی او له هغوی سره یې د جګړې په اړه خبرې کړي دي

افغان ځانګړي ځواکونه په هیواد کې د شپینیو چاپو او بمبارونو چارې پر مخ وړي چې اکثریت مرګ ژوبله یې ملکیانو ته رسیږي او افغان ولس یې په لسګونو ځله پرخلاف مظاهرې کړي او د یادو عملیاتو د بندیدو غوښتنه یې کړې ده

خو د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا د ځانګړو ځواکونو قومنداني ته ورغلی او له هغوی یې د عملیاتو د توندولو غوښتنه کړې ده

دا په داسې حال کې ده چې بل لور ته طالبان او امریکا د سولې د موافقنامې اخري مرحلو کې لګیا دي او ممکن نږدې راتلونکي کې د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *