طالب چارواکو او امریکایي لوري بیګا شپه تر سهاره د سولې په جزئیاتو چنې ووهلې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

طالب چارواکو او امریکایي لوري بیګا شپه تر سهاره د سولې په جزئیاتو چنې ووهلې

د طالبانو مرکچي پلاوي او امریکایي استازو بیګا شپه د سولې د موافقې په جزئیاتو ټوله شپه ترسهاره چنې وهلي او د سهار د لمانځه لپاره یې وقفه وکړه

د سهار له لمانځه وروسته بیا بحثونه شروع شوي دي

زلمی خلیل زاد لا هم په مجلس کې ګډون لري او تر اوسه کابل ته نه دی راغلی

دا عکس خبریالانو د سهار لمانځه پر مهال اخیستی ده

طالبان له امریکا سره د موافقتنامې په جزئیاتو کې زیات کوشش کوي ترڅو امریکایان داسې الفاظ پکې ونه لیکي چې د مختلفو معانیو وړتیا لری او په اینده کې مشکل جوړ نکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *