عباس ستانکزی: د سولې له تړون وروسته به متصل په درې میاشتو کې ټول طالب بندیان ازاد شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

عباس ستانکزی: د سولې له تړون وروسته به متصل په درې میاشتو کې ټول طالب بندیان ازاد شي

د وسلوالو طالبانو د قطر دفتر د سولې د مرکچي ټیم مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي ویلی چې د سولې له هوکړې او تړون وروسته به ټول طالب بندیان چې شمیر یې۱۰۳۰۰ تنو ته رسیږي د افغانستان له ټولو زندانونو څخه د درې میاشتو په موده کې ازاديږي

نوموړي زیاته کړې چې د سولې د تړون په هوکړه لیک کې یې په امریکایانو دا خبره منلې ده او د څو کټګوریو په حساب به ټول طالب زندانیان ازادیږي

نوموړي دغه خبرې په یو صوتي کلیپ کې له یو بندي طالب چارواکي سره د واتساپ له لارې کړي چې وروسته دغه کلیپ د واتساپ د ګروپونو له لارې نشر شوی ده

د افغانستان د ټول ولس په شمول نړیوال هم د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په نوم دغه تاریخې هوکړه لیک ته په بې صبري انتظار باسي خو د زرګونو زندانیانو کورنۍ بیا د خپلو کورنیو د غړو ازادي ته سترګې په لار دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *