خلیلزاد لا هم قطر کې مصروف دی؛ کابل ته نه دی راغلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

خلیلزاد لا هم قطر کې مصروف دی؛ کابل ته نه دی راغلی

ټاکل شوې وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد پرون کابل ته راغلی وای او د قطر د غونډې وروستي جزئیات یې د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره شریک کړي وای خو تر اوسه لا هم په قطر کې دی

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین تازه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې بیګا شپه هم تر دوه نیمو بجو پورې د طالب او امریکایي چارواکو ترمنځ خبرې روانې وې

د شاهین په خبره چې د بیګا شپې په دغو خبرو کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ښاغلی ملا عبدالغني برادر او امریکایي استازی خلیلزاد هم موجود وو

شاهین زیاته کړې چې نن ماسپښین به بیا دواړه لوري خبرو ته سره کیني او د سولې خبرو په ورستیو جزئیاتو به خبرې کوي

داسې ښکاري چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې انتهاء ته رسیدلي او امریکا د طالب بندیانو په ازادولو او د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره اماده شوې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *