د طالبانو او امریکایانو په موافقلیک کي طالبانو ته د «امارت» کلمه کارېږي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د طالبانو او امریکایانو په موافقلیک کي طالبانو ته د «امارت» کلمه کارېږي

این بي سي نیوز د اګسټ پر ۲۸ لیکي پداسي حال کي چي د ټرمپ اداره د طالبانو سره پر ممکني معاملې باندي خبري کوي، دوه دپلوماتان او طالب منابع وايي چي په موافقلیک کي طالبانو ته د «افغانستان اسلامي امارت» خطاب سوی دی. این بي سي نیوز لیکي که چیري دا موافقه لاسلیک سي، دا به د طالبانو لپاره یوه دپلومایتکي کودتا وي. ځکه هغوی مدام دا ادعا کړې ده چي حکومت کولو ته انتظار باسي.

یو عالي رتبه طالب چارواکي این بي سي نیوز ته ویلي دي چي طالب مرکه چیانو د «اسلامي امارت» پر ذکر او شمولیت باندي ټینګار کاوه.‌ د امریکا خارجه وزارت پدې ارتباط له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

په امریکا کي د پاکستان پخوانی سفیر، حسین حقاني، وايي د امارت د کلمې استعمال دا ښيي چي د ټرمپ حکومت طالبانو ته زیات امتیازات مني. هغه وايي دا به د طالبانو هغه ادعا لا غښتلې کړي چي وايي د امریکا خروج د شوروي د خروج سره اړخ لګوي.«که چیري د ټرمپ اداره له افغانستانه د وتلو لپاره دونه تلوسه لري، دا به بهتره وي چي امریکا پرته له موافقې څخه راووزي، او د طالبانو د کامیابۍ لپاره دونه ستره د پروپاګند زمینه برابره نه کړي.»

این بي سي نیوز ته طالب منابعو ویلي دي چي د دوشنبې د مجلس تر مخه يې د خپل مشر، هبت الله اخندزاده، سره يې د سکایپ له لاري خبري کړي دي.

د کابل چارواکو د دې کلماتو د استعمال په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده. په امریکا کي د افغان سفیره، اغلې رویا رحماني، وايي،«اسلامي امارت یوازي یو نوم نه دی، بلکي د حکومت یو بشپړ سیسټم دی. افغان ملت د دغه نظام لاندي ژوند کړی دی، او هغوی یې په یوه سلا ردوي.»

پخوانۍ عالي رتبه امریکايي دپلوماته، اغلې لاریل میلر، وايي په متن کي د «امارت» کلمې ته د کارولو اجازه ورکول دا معنی لري چي هر څوک اجازه لري چي ځان د خپلي خوښي په کلماتو معرفي کړي، خو «دا د دې معنی نه لري چي ها بل طرف به يې په رسمیت او مشروعیت پېژني.» هغې علاوه وکړه،«مګر تاسي د دې کلمې ستر سمبولیک اهمیت له پامه نه سئ غورځولای.»

این بي سي نیوز لیکي چي دواړه طرفونه موافقې ته بېخي نژدې سوي دي. که چیري د هغوی تر مینځ موافقه اعلام سي، خلیلزاد هیلمن دی چي بین الافغاني خبري به هم شروع سي، او ښايي په اوسلو کي وسي.

این بي سي نیوز لیکي چي په واشنګټن کي سناتور ګراهام د دې موافقې مخالف دی. هغه وايي که چیري امریکا له افغانستانه راووزي، بیا به د سپټمبر حملې تکرار سي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *