غزني: امنیه قمندانۍ لا درکه کړي دوه کوچیان یوه کال پس له خاورو لاندې ومندل شول – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

غزني: امنیه قمندانۍ لا درکه کړي دوه کوچیان یوه کال پس له خاورو لاندې ومندل شول

تېر کال له اختر څخه وروسته په غزني کې دوه کوچیان امنیه قمندانۍ لادرکه کړي وو، چې اوس د پولیسو یوې ودانۍ شاته تر خاورو لاندې مندل شوي دي

د غزني ولايت ګڼو کوچيانو خبر ورکړی، چې د دوى دوه کسان د غزني ښار تر سقوط مخکې د امنيه قوماندانۍ نيولي وو، چې اوس يې جسدونه د پوليسو ديوې ودانۍ اړونده ساحه کې موندل شوي دي

دغه دوه تنه کوچیان په خورا ظلم او وحشت سره په شهادت رسېدلي او بیا د پولیسو د یوې ودانۍ تر دیواله شاته تر خاورو لاندې کړل شوي وو

له لا درکه شوي دوو کوچیانو سره ۱۳ لکه پاکستانۍ کالدارې هم وې، چې تر یوه کاله پوري یې درک ورک وو او اوس یې جسدونه د پولیسو د یوې ودانۍ د دیواله شاته تر خاورو لاندې مندل شوي دي

کوچیان وایي، په دې کار کې پخوانى امنيه قوماندان فريد مشعل ښکېل دی، بلخوا فرید وايي، چې دغه کسان يې تر نيولو وروسته امنيت ملي ته سپارلي وو

د نوموړي په خبره، دغه دوه تنه کوچیان یې نیولي وو او بیا یې امنیت ملي ته سپارلي وو، چې د هغوی لخوا بیا لادرکه او تر خاورو لاندې شوي وو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *