د طالبانو او امریکایانو ترمنځ توافق نهایي شوی، ژر به یې د رسمي اعلانېدو نیټه اعلان شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ توافق نهایي شوی، ژر به یې د رسمي اعلانېدو نیټه اعلان شي

له تیرو څو ورځو راهیسې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ نهم پړاو مذاکرات روان وو چې نن وروستي حد ته رسیدلي او توافقنامه لاسلیک شوې ده.

په قطر کې د طالبانو یوه غړي افغان وطن ته ویلي چې توافق راغلی او هوکړه نهایي شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې ډیر ژر به د توافق د رسمي لاسلیک نیټه، د غونډې او پکې ضامنو هیوادونو او سازمانونو اعلان وشي

په ورته وخت کې کابل نیوز ته هم یوې سرچینې د توافق د نهایي کیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې توافقنامه به رسمي په بله غونډه کې د نړیوالو ضامنینو په مخ کې اعلان شي

د یادونې وړ ده چې د امریکایي ټیم مشر زلمی خلیلزاد به اوس د شپې ناوخته یا سبا وختي کابل ته ولاړ شي او د افغان حکومت له مشرانو سره به تیر شوی جریان شریک او ترې خبر به یې کړ

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *