هرات: د پاڅون کونکو مشر سیدکمال سادات له څلورو ساتونکو سره وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

هرات: د پاڅون کونکو مشر سیدکمال سادات له څلورو ساتونکو سره وژل شوی

د هرات ولایت څخه راپورونه وایي، چې بیګا شپه وسلوالو د دې ولایت په فارسي ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کونکو یا اربکي ملیشو مشر سید کمال سادات په کور برید کړی او نوموړی یې له څلورو ساتونکو سره یو ځای وژلی دی

په دې اړه د هرات د والي ویاند ” جیلاني فرهاد“ رسنیو ته ویلي، چې بیګا شپه یو شمیر وسلوالو د قومندان سادات په کور حمله کړې او نوموړی یې له څلورو ساتونکو سره یو ځای وژلی او دوه تنه نور ساتونکي یې ټپیان شوي دي

بل لور ته د سیمې اوسیدونکي وایی، چې د تیرې شپې په برید کې د قومندان سادات دوه زامن هم وژل شوي

د والي ویاند یاد برید د وسلوالو طالبانو کار بللی خو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *