سهیل شاهین: د موقت حکومت پر سر د جوړ جاړي خبره هیڅ حقیقت نلري – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

سهیل شاهین: د موقت حکومت پر سر د جوړ جاړي خبره هیڅ حقیقت نلري

وروسته تر هغې چې نن یو شمیر رسنیو شور جوړ کړو چې طالبانو له امریکایي لوري سره د ۱۴ میاشتیني موقت حکومت پر جوړولو هوکړه کړې د طالبانو د قطر دفتر ویاند دا خبرې له حقیقت لرې بللي دي

نن یو شمیر رسنیو د الجزیرې خبري اژانس په حواله وویل چې طالبانو په قطر کې له امریکایي پلاوي سره د ۱۴ میاشتو لپاره په موقت حکومت هوکړه کړې ده

رسنیو د الجزیرې په حواله ویلي وو چې امریکا طالبانو ته په موقت حکومت کې یو شمیر مهم وزارتونه منلي خو په دې اړه چې د موقت حکومت په دوران کې به امریکا د ملي وحدت له حکومت سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي که نا ددواړو لوریو ترمنځ لاهم بحث جریان لري

لږ وروسته د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر ولیکل چې کوم خبر په رسنیو کې د موقت حکومت د هوکړې په اړه خپریږي حقیقت نلري

طالبانو تر دې وړاندې هم ډیر ځله د سولې په اړه د رسنیو خپل سري نشرات رد کړي او دروغ یې بللي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *