کندهار میوند کې ترافیکي پېښې د شپږو هیوادوالو ژوند واخیست – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کندهار میوند کې ترافیکي پېښې د شپږو هیوادوالو ژوند واخیست

د کندهار ولایت څخه راپورونه وایي چې ددې ولایت په میوند ولسوالۍ کې د سپارلۍ د موټر چپه کیدو له امله اتلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندهار د ترافیکو ریاست مرستیال ” سردار محمد ناصري “رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې د درې زنانه ؤ په شمول شپږ تنه هیوادوال وژل شوي او دولس تنه نور ټپیان شوي دي

د ناصري په وینا دغه موټر د ګرشک ولسوالۍ څخه کندهار ته پر لاره وو چې د موټر چلونکي د تیز رفتاري او بې احتیاطي له امله په میوند ولسوالۍ کې چپه شوی ده او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده

د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول، تیز رفتاري ، او د موټر چلونکو له لوري د نشیي توکيو استعمالول هغه څه دي چې زیاتره وخت د هیوادوالو د مرګ ژوبلې سبب ګرځیدلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *