پروان: باګرام ولسوالۍ کې په بهرنیو ځواکونو موټر بم برید ۷ تنه بهرنیان ووژل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

پروان: باګرام ولسوالۍ کې په بهرنیو ځواکونو موټر بم برید ۷ تنه بهرنیان ووژل

د پروان ولایت څخه راپورونه وایي چې بیګا شپه د یاد ولایت د باګرام ولسوالۍ په صیادو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په قطار موټر بم برید وشو

وسلوالو طالبانو د برید مسؤلیت منلی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې بیګا شپه یولس بجې یې د باګرام په صیاد سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په قطار موټر بم برید کړی ده

مجاهد زیاته کړې چې یاد سرتیری برید د محمد حسن پرواني له لوري تر سره شو او د بهرنیو ځواکونو دوه ټانګونه یې مکمل تخریب کړل

د مجاهد په وینا په دغه خونړي برید کې یې ۷ نفر بهرني عسکر وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي

تر اوسه په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *