خوست کې د کمپاین په ځواکونو د موټر بم چاودنه شوې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

خوست کې د کمپاین په ځواکونو د موټر بم چاودنه شوې

د خوست ولایت څخه تازه راپورونه وایي چې نن ماسپښین ناوخته د دې ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د خوست کابل په عمومي سرک د سیداکبر پمپ په سیمه کې د کمپاین یا ضربتي قواو په قطار د موټر بم چاودنه شوې او دغو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

له سیمې څخه عیني شاهدان وایي چې له چاودنې وروسته سمدستي امریکایي هلیکوپټر سیمې ته راورسیدل او د پیښې وژل شوي او ټپیان یې انتقال کړل

او سیمه د کمپاین ځواکونو لا هم کلابنده کړې ده

وسلوالو طالبانو د برید مسؤلیت منلی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي چې یاده چاودنه یې د تکتیکي موټربم په واسطه ترسره کړې ده

د مجاهد په وینا په دغه چاودنه کې یې د یادو ځواکونو دوه ټانګونه له منځه وړي او ۱۴ تنه کمپایني عسکر یې وژلي دي

طالب ویاند دغه برید د کمپاین د ځواکونو د ورستیو عملیاتو عکس العمل بللی چې د اختر په شپو کې یې د افغانانو په کلیو تر سره کړي وو او یو شمیر ملکي افغانان یې وژلي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *