طالبان او امریکایي پلاوي نن بیا په قطر کې خبرو ته سره کیناستل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

طالبان او امریکایي پلاوي نن بیا په قطر کې خبرو ته سره کیناستل

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې نن له غرمې وروسته طالبان او امریکایي استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې د نهم پړاو خبرو لپاره د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې سره کیناستل

مجاهد ویلي چې د غونډې مشري د امریکایي پلاوي له لوري زلمي خلیلزاد کوي او د طالب چارواکو د پلاوي مشري شیرمحمد عباس ستانکزي کوله

په نننۍ غونډه کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر هم موجود وو

دواړو لوریو د تیر اتم پړاو له مذاکراتو څخه وروسته له خپلو مشرانو سره کتلي او د غونډې په جزئیاتو یې ورسره خبرې کړي دي

ټاکل شوې چې ممکن دا ځل خبره یوې نتيجې ته سره ورسوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *