د استقلال ورځ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

د استقلال ورځ

آزادي تر پاچاهیه لا تیری کا
چي د بل تر حکم لاندي شي زندان شي

قریب شل کاله پخوا، مرحوم عبدالستار شالیزی د امریکا د ورجینیا په ایالت کي زما د یوه دوست کره مېلمه وو. زما ملګري د شالیزي صاحب د لیدو او مجلس لپاره زه هم دعوت کړی وم. شالیزی صاحب یو وخت د ظاهر شاه په زمانه کي د کورنیو چارو وزیر وو، او د ښه نامه او شهرت خاوند وو. زه ګومان کوم چي عالي تحصیلات يې په امریکا کي کړي ول.

کله چي شالیزی صاحب کور ته راننوت، د هغه د مشرتوب کاریزما سمدستي راڅرګنده سوه، او زموږ ناستو کسانو توجه يې ځانته ور جلبه کړه. پدې وخت کي، د شالیزي صاحب ورېښتان تک سپین ول، خو ګڼ او څه چنګنچګي ول. د مخ پوست يې سپین وو. ښاېسته او دنګ سړی وو. په خبرو کي ئې تاثیر پروت وو، او خبري يې په صلاحیت او څه امرانه کولې.

د شالیزي وزن متناسب وو. که څه هم د ډېر عمر سړی وو، خو با انرژي او فعاله وو. پاک تک سپين کمیس او تیره آسماني کورتې يې اغوستې وه. شیک او فېشني سړی وو. ساټ او باټ يې ښه برابر وو. د وزارت او عالي رتبه ماموریت بوی او سودا يې لا په سر کي وه.

څرنګه چي د ظاهر شاه د وخت وزیر وو، نو لهذا زیاتره کیسې يې د هغې زمانې وې. شالیزي صاحب د خپل مجلس په مینځ کي د استقلال د جشن د مراسمو یوه کیسه داسي راته وکړه:

«د استقلال د جشن ورځ وه. ظاهر شاه له سټېجه د نظامي رسمي ګذشت ننداره کوله. زه يې څنګ ته ولاړم. روښانه ورځ وه، د کابل لمر ځلېدی، او د ظاهر شاه توري عینکي په سترګو وې. خورا خوشحاله او راضي ښکارېدی. پدې وخت کي، د افغانستان د اردو عسکر او ټانکونه د شاهي سټېج مخته تېرېدل.» شالیزي صاحب پر خپلو تکو سپینو ورېښتانو باندي په احتیاط لاس تېر کړ، له کلکینه يې بهر د شپې تورو تیارو ته وکتل، او زیاته يې کړه،«څرنګه چي زه د پاچا څنګ ته ولاړم وم، ظاهر خان ما ته مخ راواړاوه، او په مسکا يې پوښتنه را څخه وکړه: شالیزی صاحب، شما در باره اردو ما چه نظر دارید؟»

پدې وخت کي د شالیزي صاحب څېره څه جدي غوندي سوه، باړخوګان څه سره سول، او وې ویل،«ما پاچا ته وویل، اعلیحضرت! که چیرته دا اردو د خارجي اشغالګرانو په مقابل کي د افغانستان د ساتلو لپاره جوړه سوې وي، خو دا اردو د دې قابلیت او قدرت نه لري چي د خارجي متجاوزینو په مقابل کي د افغانستان دفاع وکړي. خو که چیري دا اردو صرف د همدې رسمي ګذشت لپاره جوړه سوې وي، بیا نو د دې اردو مصارف د افغان ولس پر اوږو باندي یو بوج او بار دی.»

شالیزي صاحب دلته څه مکث وکړ، موږ ټولو ته يې ځیر ځیر وکتل. زموږ حیرت يې زموږ په سترګو کي احساس کړ، او مسکی سو. شالیزي صاحب خپلي خاطرې ته دوام ورکړ، او وې ویل،«کله چي ما ظاهر شاه دا خبره و کړه، د اعلیحضرت څېره واوښته، تندی يې تروی سو، زما څخه يې چسپ مخ واړوی، او بیا يې د مراسمو تر آخره پوري زما سره خبري و نه کړې.»

شالیزی صاحب روک سړی وو، او په صراحت او سپينو خبرو کولو باندي مشهور وو.

د شالیزي صاحب دا ژوره خبره او مشاهده نهایت مهمه ده. ځکه عموما د درېیمي نړۍ په هیوادونو کي ملي اردو د خارجي اشغالګرانو د دفع کولو په مقصد نه وي جوړي سوي، بلکي د خپلو خلګو د ځپلو لپاره جوړي سوي وي. د ظاهر شاه په راپرځولو کي اردو اساسي نقش لاره. هغه فوج چي پاچا ظاهرا د افغانستان د دفاع لپاره جوړ کړی وو، د ده د سلطنت د سقوط سبب وګرځېد. او جالبه دا ده چي همدې اردو د خپل پاچا په دفاع کي یو ټک هم و نه کړ!

تقریبا لس کاله پخوا، زه په کابل کي وم. د استقلال ورځ وه. د کابل هوا معتدله او نرمه وه. لمر ځلېدی، او نری باد چلېدی. یوه امریکايي زما څخه پوښتنه وکړه،«واحده! څه کیسه ده؟ نن ورځ تاسي افغانان څه لمانځئ؟» ما په جواب کي ورته وویل،«نن زموږ د استقلال ورځ ده. موږ په ۱۹۱۹ کي د انګریزي استعمارګرانو څخه خپله آزادي واخیستله، او په اسیايي ملکونو کي له اولو آزاد سویو ملکونو څخه یو. زموږ استقلال په اسیا کي د آزادۍ او استقلال مطالبه او هنګامه لا ګرمه کړه.»

امریکايي زما خبري ښه په دقت واروېدې. شیني غټي سترګي يې لا غټي سوې، د تیلویزون غره ته يې ځیر ځیر وکتل، او په څه جدیت چي څه سارکزم په کښې نغښتي وو را څخه يې وپوښتل،«واحده! کله چي موږ له افغانستانه ووځو، ایا افغانان به همدا شان جشن او خوشحالي کوي؟» ما ورته وویل،«زه پوره باور لرم چي تر دې به لا زیات خوشحاله وي. او د امریکايي اشغال د ختمېدو ترانې به وايي.»

د امریکايي تندی تروی سو، څه چورتي غوندي سو، خو سمدستي يې کټ کټ وخندل،‌ او راته وې وویل،«ځه! کله چي موږ ووځو، افغانان دي خپل جشنونه کوي. خو ښه خبره دا ده چي موږ به دلته نه یو، او د هغوی جشن به نه ونیو!»

اوس چي د امریکا د اشغال د ختمېدو شېبې رانژدې سوي دي، زما د هغه امریکايي خبري په ذهن کي راګرځي، او دا مي هم په یادېږي چي هغه له افغانستانه د خپلو قواوو د وتلو لپاره څونه خوشحالي کوله.

د هند د آزاۍ ستر مشر، ګاندي، په خپلي یوې وینا کي هندیانو ته وايي،«تاسي د آزادۍ مطالبه کوئ. مګر تاسو ته پکار ده چي اول ځان د آزادۍ جوګه کړئ.»

د ګاندي پدې خبره کي یو ستر حقیقت پروت دی. ځکه اشغالګران به ووزي، د اسارات او استعمار ځنځیرونه به مات سي، د ذلت او غلامۍ دوره به ختمه سي، خو ایا یو ملت د خپلي آزادۍ او استقلال د ساتلو لپاره یو مقعول پلان او نقشه لري او کنه؟ په بل عبارت، ایا موږ دېته چمتو یو چي کله امریکايي اشغالګران له افغانستانه ووځي، موږ به بیا داخلي جنګونو ته مخه نه کړو؟ ایا زموږ سیاسي مشرانو د دې ورځي لپاره ترتیبات نیولي دي او کنه؟

او بالاخره پرته له سولي او امن څخه آزادي او استقلال څه معنی لري؟

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *