ارګ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن لمانځل وځنډول – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ارګ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن لمانځل وځنډول

وروسته له هغې چې ټاکل شوې وه نن دوشنبه به په ټول هیواد کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د ورځې جشنونه ترسره شي ارګ په تازه بیانیه کې د یادو مراسمو ترسره کول ځنډولي دي

په دې اړه له ارګ څخه په نشر شوي خبر کې ویل شوي چې افغان ولسمشر د خپلواکۍ د ورځې لمانځل ځنډولي دي

ویل کیږي چې ولسمشر د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې د ځنډولو تر څنګ د دارالامان ماڼۍ د پرانیستې مراسم چې ټاکل شوې وه نن تر سره شي هم ځنډولي دي

له ارګ څخه دغه فرمان وروسته له هغې صادر شو چې پرون شپه د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې داعش وسلوالو د هزاره شیعګانو د واده په مراسمو ځانمرګی برید وکړو چې ۶۳ تنه یې ووژل او ۱۸۳ تنه یې ټپیان کړل

معلومه نه ده چې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مراسم به په کوم تاریخ ولمانځل شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *