کابل: په هوټل کې د واده په مراسمو بیګنۍ چاودنې کې د مرګ ژوبلې ارقام له ۲۰۰ واوښتلو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کابل: په هوټل کې د واده په مراسمو بیګنۍ چاودنې کې د مرګ ژوبلې ارقام له ۲۰۰ واوښتلو

د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند د شهر دوبۍ د ودونو تالار کې بیګاه ۱۰ بجې یوه خونړۍ چاودنه را منځته شوې ده

په دغه چاودنه کې ټول ملکي کسان په شهادت رسېدلي دي

په یاد خونړي برید کې ۶۳ کسان شهیدان شوي دي او ۱۸۲ کسان زخمیان شوي دي

د قربانیانو له جملې څخه د يوې کورنۍ ۱۴ غړي شهیدان شوي دي

وسله والو طالبانو دا برید غندلی ده او لیکلي یې دي:
” دغه ډول وحشیانه قصدې وژنې او ښځې او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري“

د بريد مسؤلیت لا تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی

کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ددغې پيښې په اړه به ټول جزييات وروسته له رسنیو سره شريک کړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *