ټرمپ ته د خلیلزاد وروستی ګزارش – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

ټرمپ ته د خلیلزاد وروستی ګزارش

د امریکا مشهوره خبري ویب پاڼه (پولیټیکو) د اګسټ پر ۱۶ لیکي ټرمپ له افغانستانه د راوتلو په برخه کي دونه تلواري دی چي د طالبانو سره يې په مذاکراتو کي د خلیلزاد موقف ور کمزوری کړی دی. د ټرمپ همدا عجله د خلیلزاد یو لاس ورتړلی دی. څو میاشتي مخکي، کله چي خلیلزاد د طالبانو سره په خبرو لګیا وو، ټرمپ د نیم امریکايي عسکرو د راوتلو امر وکړ، خو وروسته امریکايي مامورینو په ډېر زحمت هغه له خپلي فیصلې څخه منصرف کړ.

پولیټیکو لیکي د ټرمپ ټاېمینګ خراب دی. ځکه طالبان ډاډه سوي دي چي هسي هم امریکا وځي، نو ولي باید مذاکرات وکړي، او ولي باید سازش وکړي. پولیټیکو لیکي خلیلزاد د جمعې په ورځ ټرمپ ته د قطر د خبرو ګزارش وړاندي کړ.‌ د سپيني ماڼۍ ویاند وايي،«دا ملاقات نهایت ښه وو، او مذاکرات به دوام ولري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، په یوې اعلامیې کي وویل،«موږ د سولي د یوې جامع موافقې ترلاسه کولو، د تشدد راکمولو، اوربند، او دېته ژمن یو چي د افغانستان خاوره باید بیا هیڅکله د امریکا او ملګرو د تهدید لپاره و نه کارول سي. موږ متعهد یو چي افغانان د سولي لپاره سره راغونډ کړو.»

پولیټیکو لیکي ټرمپ په خپلو څرګندونو امریکايي چارواکي مغشوشه کړي دي. هغوی نه پوهېږي چي ټرمپ به سبا څه ووايي. ټرمپ څو ځله ویلي دي،«ولي موږ په افغانستان کي لا پاته یو؟»

د جمعې د ورځي په مجلس کي، جنرال ډینفورډ، ټرمپ ته مشوره ورکړې ده چي د امریکايي عسکرو راایستل باید د قطر د مذاکراتو سره همزمانه وسي. جنرال ډینفورډ ورته ویلي دي چي خلیلزاد په خبرو لګیا دی، هر څه درست روان دي، او د عسکرو راایستل باید د خبرو د پرمختګ سره سم وسي.

پولیټیکو لیکي کله چي په ډسمبر کي ټرمپ د امریکايي عسکرو د راایستلو ږغ وکړ، په افغانستان کي د امریکا قومندان، جنرال میلر، یوې ډلي امریکايي افسرانو ته امر وکړ چي د عسکرو د ایستلو لپاره یو پلان چمتو کړي. جنرال میلر هڅه وکوله چي دا ډله وړه وساتي، ځکه هغه نه غوښتل چي افغانان وډاروي.

جنرال میلر د عسکرو د راایستلو پلان د خلیلزاد سره شریک کړی دی. دا پلان وايي چي په اوله جوپه کي به ۴۵۰۰ عسکر راوایستل سي. که چیري طالبان اوربند ومني، دا څلور نیم زره عسکر د راوتلو لپاره چمتو ناست دي. خو د امریکا خاص عسکر به د تروریزم پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

پولیټیکو لیکي مګر طالبان د ټولو عسکرو وتل غواړي، او ټرمپ هم د ګردو راوتل غواړي. یو امریکا مبصر وايي،«حقیقت دا دی چي ټرمپ د ۲۰۲۰ د انتخاباتو څخه مخکي راوتل غواړي.»

د جمعې د ورځي تر مجلس راوروسته، د ټرمپ ټویټ دا ښيي چي یوه معامله کېدونکې ده. هغه لیکي ول،«د افغانستان په اړه مي همدااوس یو ډېر ښه مجلس تکمیل کړ. د دې ۱۹ کلن جنګ د مقابل طرف زیاتره خلګ او موږ د یوې معاملې په لټه کي یو، البته که ممکنه وي.»

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *