سوریه: په هوایي برید کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

سوریه: په هوایي برید کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي

د سوریې هېواد په ادلیب ښار کې پر ملکیانو هوایي برید شوی دی

په دغه هوایي برید کې ۱۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي

یاد برید په ادلیب ښار کې د کډوالو پر یو کمپ شوی دی

د یاد برید له امله شپږ تنه ماشومان او ۱۱ کسان نور وژل شوي

د ژوبل شوو ملکي کسانو په قطار کې ښځې او ماشومان دي، چې ارقام یې تر دېرشو رسېږي

پورتني مالومات په لندن کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې له رسنیو سره شریک کړي او ویلي یې دي، چې برید د روسیې جیټ الوتکو کړی دی خو روسي چارواکو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *