د افغانستان مبهم حالت – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د افغانستان مبهم حالت – افغان وطن

واشنګټن پوسټ د اګسټ پر ۱۵ لیکي له یوې خوا پدې هفته کي طالبان او امریکایان پدې و نه توانېدل چي د سولي موافقې ته سره ورسېږي، بلخوا طالبان د جهموري ریاست انتخابات تهدیدوي. دې حالت زیات افغانان اندېښمن کړي دي، او د آینده په باب يې ابهامات لا زیات کړي دي.

اشرف غني وايي چي انتخابات «حیاتي» اهمیت لري. هغه افغان ولس ته د سولي وعدې ورکوي. په عین زمان کي، خلیلزاد بېرته واشنګټن ته د سلا مشورو لپاره ستون سوی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي اکثره افغانان باور لري چي د امریکا او طالبانو تر منیځ موافقه به تر ډېره حده د طالبانو په ګټه وي. ټرمپ غواړي چي د سپټمبر تر شروع کېدو مخکي یوه موافقه تر لاسه کړي.

اکثره افغانان بین الافغاني مذاکرات غواړي. انور الحق احدي وايي،«ما ته سوله سل ځله تر انتخاباتو اهمیت لري. که چیري د سپټمبر مخکي د سولي موافقه و نه سي، موږ باید انتخابات د څو میاشتو لپاره وځنډوو.»

رحمت الله نبیل وايي،«د دې تر مخه چي موږ د طالبانو مقابلې ته ور و دانګو، موږ اول باید یوه ملي اجماع جوړه کړو. انتخابات به موږ لا سره ووېشي. که چیري موږ د سولي د بدي معاملې راوروسته، بد انتخابات ولرو، طالبان به دو ځله میدان وګټي.» واشنګټن پوسټ لیکي د کابل اکثره اوسېدونکي د انتخاباتو لپاره ډېره کمه علاقه لري، خو د سولي لپاره دعاګاني کوي.

اخبار لیکي اکثره افغانان د اشرف غني له مشرتابه څخه ناراضه دي، خو هغوی باور لري چي هغه به بیا انتخاب سي.

د کابل د ښار ټکسي وان ۳۷ کلن عبدالحمید فیضي وايي د طالبانو او امریکایانو تر مینځ موافقه به جنګ ختم نه کړي، او د خارجي عسکرو وتل «د افغانانو په ګټه نه دي.» دغه راز، ۲۳ کلن حامد بخشي وايي د غني حکومت «بې کفایته» دی، او وطن ته يې امن رانه وست. هغه وايي که چیري خارجي عسکر ووزي، داخلي جنګونه به بیا پیل سي.

داود مرادیان وايي که چیري انتخابات وسي، او پر نتایجو يې جنجال جوړ سي، بیا نو ښه به دا وي چي د طالبانو په شمول یو موقتي حکومت جوړ سي. هغه زیاتوي طالبان پدې وتوانېدل چي د امریکايي عسکرو د وتلو موافقه تر لاسه کړي، او هم يې په عین زمان کي «د افغان حکومت نا مشروع کړ.» هغه وايي طالبان د قدرت د وېشل په فکر کي نه دي، «خو هغوی نه پوهېږي چي افغانستان څونه بدل سوی دی.»

مرادیان وايي اوسنی نظام ګډوډ دی، خو چالانه دی. «هیڅوک به دلته د طالبانو بیا راتګ ته هرکلی و نه کړي. همدا وجه ده چي موږ باید معتبر انتخابات وکړو، څو هم د افغانستان جمهوریت او مهم سوله وژغورو.»

واحد ففیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *