د طالبانو راتګ د افغانستان سياسي قدرت ته، پرابلمونه او چېلینچونه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د طالبانو راتګ د افغانستان سياسي قدرت ته، پرابلمونه او چېلینچونه

د،ب،هيښ

حالات او وضعيت داسې ښيي چې د طالبانو راتګ د افغانستان د ادارې او مديريت د پاره حتمي او يو انکار ناپذيره حقيقت دئ ، چې صورت به ونيسي او د افغانستان د ناورين د ختمولو لوی بار او مسؤليت به د دوی په اوږو ور اچول کيږي .
په نظامي ډګر کې د طالبانو کرامو د افسانوي مبارزې ، قربانۍ او مقاومت شاهدي ټول ورکوي . که د طالبانو دوستان دي او که دوښمنان دا واقعيت مني چې په څومره درايت ، شجاعت ، صداقت، ايماندارۍ او امانتدارۍ يې د ازادۍ او خپلواکۍ د حاصلولو ديني -ملي -انساني فرض په نشتو امکاناتو او وسائلو فقط د خپلو ځانونو په فدا کولو ادا کړ او د بشري نړۍ په تاريخ کې يې يو نه هیریدونکی درس او پيغام ثبت کړ چې :
اولسونه که هر څومره غريب وي ، فقير وي ، موډرنې وسلې او پيسې و نه لري ، لاکن چې ايمان ولري ، جرائت ولري ، همت ولري ، د ازادۍ او خپلواکۍ جذبه ولري ، د غلامۍ او بردګۍ ضد روحيه ولري د دنيا ستر نظامي -اقتصادي -تخنيکي-تکنالوژيکي او مېډيايي قدرت يې د ازادۍ او خپلواکۍ اراده او عزم نه شي ماتولئ ، خپله خپلواکي به په لاس راوړي او د استعمارګرو -اشغالګرو ارمانونه به چې د ملتونو غلام کول او د دوی د طبيعي خود اراديت حق نفي کول دي په ګور سپاري .
دا پيغام او درس هم د متجاوزو استعمارګرانو د پاره دي او هم د ازاديغوښتونکو ملتونو د پاره ، چې د ځمکې په مخ د فتنو او شر جوړولو عاملين نور د زور او ويني تويولو د جنايتونو په قېمت د ملتونو په سرنوشت لوبې او سودا نه شي کولئ او قرباني شوي ملتونه هم ددې جرمونو او جنايتونو د دوام حوصله نه لري او د زغم او صبر کاسې يې ډکې شوې دي . بناا په داسې لارو بايد تګ وشي چې د ټولو د خير او سولې هدف په کې حاصل شي او هغه د ملتونو په روابطو کې د متقابله احترام ، په داخلي امورو کې د نه مداخلې او يو دبل سره د مناسباتو د تعادل په اساس معاملې کول دي .

د امريکايي وحشيانه نظامي تجاوز او اشغال په مقابل کې د طالبانو کارنامې او هېښوونکې مبارزې چې د لکهاوو افغانانو د وينو او ژوند په قیمت تمامه شوه ، بالاخره رنګ راووړ او متجاوزه امريکا او ائتلافيون يې دې ته مجبور کړل چې دا وطن ترک کړي او افغانان دخپل سرنوشت د ټاکلو حق په لاس راوړي .

افغان اولس خو مخکې خپله پرېکړه کړې وه او د طالبانو په جانبازۍ او ديني -ملي ارزښتونو ته په تعهد او وفا يې د ازادۍ -خپلواکۍ د مبارزې رهبري او مديريت ورته سپارلی او د همغه باور ،اعتماد او وړتيا په بنا د طالبانو نه د اشغال نه وروسته افغانستان د ادارې او مديريت دښه رهبري کولو تمه هم لري او په دې متيقين دي چې لکه په جنګ کې يې چې د خدای (ج)د رضا او د اولس د ورکړل شوي ماموريت (د اشغالګرو سره مبارزه ) دنده په اعلی توګه او پوره اخلاص مخ ته بوتله د اشغال نه وروسته به هم ددې ټپي شوي او دردېدلي اولس د پراخه او ژورو زخمونو د ملهم ايښودلو او تداوي د پاره تر دوی سم او مناسب څوک نشته ، نو بايد چې طالبان ددې ملت د طوفان وهلې بېړۍ د چلولو او د نجات ساحل ته د رسولو کيپتاني او مشري وکړي او دا د اشغال ، شر او فساد په موجونو کې خرابه شوې بيړۍ د غرقېدو نه خلاصه کړي .

د طالبانو د سابقې او د اولس د توقعاتو په اساس به طالبان راځي او د ملک د ادارې واګې به په لاس کې نيسي .

دا که طالبان غواړي او يا نه غواړي اوس به دې ديني فرض او ملي مسؤليت ته غاړه اېږدي ، ځکه بل بديل او افشن نشته .

څلويښت کاله افغان اولس ټول سياسي -اجتماعي سازمانونه ، تنظيمونه او ګوندونه د افراطي چپې اډيولوژۍ نه نيولي تر افراطي راستو افکارو او د منځنيو نظرياتو لرونکو نه نيولې تر ملتپاله ، قومپاله او مذهبپاله ډلو ټپلو پورې امتحان کړل ، بې د مصيبت ، شر ، فساد ، جنايت او خيانت نه بله کومه متاع او ثمره يې ځنې و نه ليده . نو ددې اولس د پاره بې له طالبانو بل څوک نشته چې د دوی مشکلات حل او دژوند امیدونو او ضرورتونو ته يې په پوره کولو او رفع کولو د عمل جامه ور واغوندي .

دوه لسيزو اشغال زموږ ملک ته سخت مادي او معنوي زيانونه او تاوانونه ورسول. په دې ملک کې دهيڅ چا زړه روغ نه دئ پاته شوئ ، فقط د ګوتو په شمار خايينان ثروتمندان او د عيش -نوش خاوندان شول ، مطلق اکثريت (۹۹,۹٪) د ټولنې افراد متضرر او در په در او خاورې په سر شول .د انساني تلفاتو ، زخميانو ، معيوبينو ، معلولينو ، کونډو ، يتيمانو ،بورو او بې وروره افغانانو ديوه لوی لښکر نه علاوه د ميليونو معتادينو ، بېکاره او بې سرنوشته ځوانانو ، تنظيم شويو مجرمينو ، د سياسي -اخلاقي -اقتصادي فساد عاملينو ، غلو ، غاصبو ، جاسوسانو او اشرارو موجوديت او په خيراتي ، مصرفي او مافيايي اقتصاد ټولنې روږديتوب هغه لويې ننګونې دي چې زموږ ټولنه او راتلونکي زعامت ورسره مخامخ او لاس – ګريوان وي .

د داسې مصيبت باره او فلاکتباره وضعيت په موجوديت کې د ټولنې اداره کول او د دغو ستونزو حل کولو او د بې کنتروله حالت د مهارولو دنده او ورسره مبارزه چې طالبانو ته ور د غاړې کيږي څه اسانه خبره نه ده او په‌کراتو د نظامي ډګر د دندې او مبارزې نه ګرانه او ستونزمنه ده .
په دې ډګر کې يوازې سياسي تقوا ، صداقت ، پاکنفسي ، ايمانداري او فداکاري چې د طالبانو اصليت او ماهيت تشکيلوي کفايت نه کوي ، بلکې د ټولنې د علمي ، اقتصادي ، تخنيکي ، تکنالوژيکي ، تخصصي او مهارتي ماشين د حرکت د پاره په دې برخو کې علمي ، فني مهارتي او تخصصي کدرونو ته اشد ضرورت دئ او په اصطلاح د هر کار د اجرا د پاره اهل د کار بايد وجود ولري ، تر څو په مربوطه برخو کې کار وکړي او پرتې ستونزې حل او دنويو ستونزو د حل د پاره مناسب اقدامات وکړي .

طالبان په ديني ، سياسي ، نظامي ، ثقافتي او مديريتي برخه کی ښه کدرونه لري او په ځان بسيا دي ، خو په ساينسي ، تعليمي ، تخنيکي ، تکنالوژيکي ، اقتصادي ، تجارتي ، توليدي ، پلانګذاري او ددې برخو منجمنټ کې بيا پوره پرسونل د خپل تشکيل په چوکاټ کې نه لري ، ځکه دوه لسيزو جنګ او د اشغال سره د مبارزې اولویت دوی ته دا چانس ميسر نه کړ چې په دې برخه کې کار وکړي ، کدرونه و روزي او تجربی دې حاصلې کړي .

هېڅ اداره بې د تخصصي پرسونل او مسلکي کدرونو نه سم کار نه شي کولائ او د ستونزو د حل په ځای به نورې ستونزې حتمي زیږوي ، چې دا به د ادارې او زعامت د پاره لويه ناکامي او حتا نابودي وي .
ددې دپاره چې د طالبانو اداره او مديريت په ښه ، معقول ، مطمئن او دوامداره شکل مخته ولاړ شي او د موجوده پرابلمونو په حل کولو کې بريالي شي ، بايد د تخصصي کدرونو او ماهرينو تشه ډکه کړي .
ددې تشې د ډکولو د پاره دوه غوراوي شته :
يو د خارجي کدرونو او متخصيصينو او
دوهم د داخلي ظرفيتونو نه استفاده او استخدام .

دخارجي ماهرينو د استخدام وس او اقتصادي توان طالبان چې په خيرات او دروېزه ولاړ اقتصاد ورته په ميراث پاته دئ نه لري ، ځکه دا متخصصين د محلي عائد او خرڅ په نرخ قناعت نه لري ، بلکې د خپل کار د پاره لوړ معاشونه او امتيازات غواړي او که احياناا په کم معاش موافقه وکړي ، حتمي يې شاته د استخباراتي معاملو او کړنو هدف پروت دئ ، چې د فسادي فتنو د جوړولو تجربه يې موږ د شوروي اتحاد د وخت نه د امريکايي نظامي تجاوز او اشغال په راتلو سره لرو . نو دا افشن قابل د استفادې او اجرا نه دئ . نو د ملک د مشکلاتو د حل د پاره يوازي د داخلي کدرونو او ماهرينو نه د استفادې چانس پاته شو . چې جذب ، تشويق او د فعاليت زمينه يې بايد ورته مساعده شي . دهغوی په مسلکي او کاري برخه کې مداخله ونه شي او د هر مسلک او فن ساحه د سياسي – مذهبي – اډيولوژيکي او اتنيکي رقابتونو او ټکرونو په ډګر بدله نه شي . دهغوی علمي او تحقيقي فعاليتونه تشويق او تقويت شي ، دنويو ظرفيتونو د منځ ته راوستلو ، روزنې او د هغوی د کيفيت د لوړولو د پاره ور سره نه يوازې مخلصانه مرسته او همکاري وشي ،بلکې د يوه ديني -ملي فرض د ادا کولو مرتبه او حيثيت يې تثبيت او رسمي بڼه غوره کړي .

زموږ په ټولنه کې الحمد لله داسې تخصصي ظرفيتونه او مجربه خلک شته ، چې د امکاناتو او شرايطو د ميسرېدو او مساعد والي په صورت کې ، په مختلفو سياسي -ټولنيزو -اقتصادي – علمي – تعليمي -تخنيکي او فني برخو کې دا تشه ډکولئ شي او د لياقت ، ظرفيت او وړتيا نه يې ګټه اخستل کېدائ شي .
دا کدرونه د همدې وطن دي او د مسلکي پوهې ترڅنګ دټولنې په نبض او خواصو ښه بلد دي . د مختلفو ستونزو د حل اولويت ، اوليت او فوقيت او د حل لارې ورته معلومې دي ، چې که ورنه صادقانه استفاده وشي ، ورو ورو به ستونزې حل او د په ځان د بسيا توب په لوري به ټولنه سوق شي .

نظامي مبارزه او د اشغال سره جهاد چې د لکهاوو افغانانو د وينو او سرونو په قیمت تمام شو د بيا ودانولو ، سولې ، ثبات ، ترقۍ ، رفاه او ټولنيز عدالت په قائمولو سره بايد د سالمې رهبرۍ او کار اهل د کارته سپارلو په جهاد بدل شي . تر څو زموږ مظلوم اولس نور د شر ، فساد ، خارجي مداخلو او داخلي فتنو نه د دائم د پاره نجات پيدا کړي . په ټولنه کې به د تقوا او عملي خدمت په اساس تعاملات صورت ونيسي او هر چا ته به د هغه د ظرفيت په اساس برخه حاصله شي .

ديوه ازاد ، خپلواک او اباد افغانستان په هيله

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *