ارګ د امریکایي نیوز ویک ورځپاڼې وروستنی راپور دروغ او پروپاګند وبللو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ارګ د امریکایي نیوز ویک ورځپاڼې وروستنی راپور دروغ او پروپاګند وبللو

وروسته تر هغې چې د امریکا یوې مشهورې مجلې نیوزویک د پنټاګون د یو لوړ رتبه امریکایي چارواکي له خولې خبر ور کړو چې پنټاګون په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د طالبانو پر خلاف د عملیاتو د بندیدو او یاکمیدو امر کړی او همدا راز یې د افغان ځواکونو د روزنې او سلامشورو د بندیدو خبره ورته کړې ، ارګ یې پر وړاندې غبرګون ښودلی

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د کابل نیوز سره په خبرو کې د نیوزویک خبره ناسمه وبلله او دایې یواځې افواهات بللي

صدیق صدیقي ویلي چې پنټاګون خپلو پوځیانو ته هیڅ داسې امر نه ده کړی

د ارګ ویاند داسې مهال داخبرې کړي چې تر اوسه افغان دولت د افغان سولې په ټولو خبرو کې ناخبره پاتې شوی او د افغانستان د راتلونکي په باب ورسره هیڅ مشوره نه ده شوې

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *