امریکا افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د طالبانو خلاف د عملیاتو بندولو امر کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

امریکا افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د طالبانو خلاف د عملیاتو بندولو امر کړی

د امریکا څخه خپریدونکې نیوزویک مجلې د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي له قوله لیکلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د طالبانو پرخلاف د عملیاتو د بندیدو یا کمیدو امر کړی ده

نیوزویک زیاته کړې چې دغه لوړ پوړي امریکایي چارواکي ورته ویلي چې په افغانستان کې به زمونږ ځواکونه نور د طالبانو خلاف عملیات نه کوي او نه به امریکایي ځانګړي ځواکونه نور په طالب مشرانو بریدونه کوي

د نیوزویک په حواله امریکایي چارواکي به د افغان پوځ روزنه او هوایي ملاتړ هم صفر ته راټیټ کړي او یواځې د خپل ځان دفاع به کوي

مجلي لیکلي چې امریکایي ځواکونه به د داعش وسلوالو خلاف عملیات لا هم جاري ساتي

داخبرې داسې مهال مخ ته راځي چې طالب چارواکو او امریکا خپل اتم پړاو مذاکرات په کامیابي پای ته رسولي او د افغان سولې په هکله یې ټول مهم موضوعات حل کړي
دمګړۍ دواړه لوري د اتم پړاو بریالیو مذاکراتو جریان له خپلو مشرانو سره شریکوي او په نیږدې راتلونکي کې به د موافقې د لاسلیک لپاره د ځای او نیټې معلومولو لپاره اخري ناسته ترسره کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *