امریکا خپلو پوځیانو ته امر کړی، چې په افغانستان کې دې تهاجمي بریدونه بند کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

امریکا خپلو پوځیانو ته امر کړی، چې په افغانستان کې دې تهاجمي بریدونه بند کړي

د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کي امریکايي عسکرو ته امر کړی دی چي د طالبانو پر ضد خپل ټول نظامي عملیات محدود او یا بېخي سټاپ کړي. دا امر پداسي وخت کي کېږي چي امریکایانو او طالبانو په قطر کي د اتم روانډ خبري پای ته ورسولې.

که څه هم د امریکایانو او طالبانو تر مینځ نهايي موافقه لا نده اعلام سوې،‌ خو د پنتګان عالي رتبه نظامي چارواکي وايي چي د داعش پر ضد به نظامي عملیات روان وي، خو د طالبانو پر خلاف به ټول تهاجمي عملیات محدود سي،‌ خو یوازي به د ځان دفاع کېږي.

دغه راز امریکايي مربیان به د افغان د پوځ روزنه، مشوره، او کومک هم ختم کړي، مګر دا چي د امریکا د یوه عالي رتبه قومندان له طرفه تصویب سي.

لدې راوروسته به امریکايي خاص عسکر د طالبانو پر مشرانو باندي حملې نه کوي. (نیوز ویک)

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *