پکتیا زرمت کې بیګا شپه ګډو ځواکونو ۱۱ ملکیان وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

پکتیا زرمت کې بیګا شپه ګډو ځواکونو ۱۱ ملکیان وژلي

د پکتیا ولایت څخه راپورونه وایي، چې بیګا شپه افغان ځواکونو د امریکایي پوځیانو په ملتیا د زرمت ولسوالۍ په کولالګو سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې چې د یو ډاکټر د دووه زامنو او د بل کس د درې ځامنو په شمول یې یولس کسان وژلي دي

د سیمې اوسیدونکي وایي، چې وژل شوي کسان ټول دوکانداران او یا د پوهنتون محصلین دي چې کورونو ته د اختر لپاره راغلي وو

د اختر په دوهمه شپه افغان او بهرنیو ځواکونو په داسې مهال چاپه وهلې چې بل لور ته بیګا شپه لوګر کې هم یادو ځواکونو دوه تنه ملکیان وژلي دي

پرون شپه هم ګډو ځواکونو د ننکرهار په چپر هار ،میدان وردګ، او لوګر کې ملکي خلک وژلي وو

وسلوالو طالبانو د اختر په ورځو کې په افغان ځواکونو خپل بریدونه درولي خو د ګډ حکومت له لوري د اختر د خوښیو په ورځو کې په مخلتفو ولایتونو کې ملکي کسان د خپلو کورنیو پروړاندې وژل شوي او کورونه یې په بمونو الوزول شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *