طالبانو د اختر د خوښیو په مناسبت ۷۶ افغان سرتیري له بنده ازاد کړي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبانو د اختر د خوښیو په مناسبت ۷۶ افغان سرتیري له بنده ازاد کړي دي

وسلوالو طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د اختر د خوشحالیو په مناسبت او د خپل مشر د عفوې ځانګړي فرمان په اساس یې په مختلفو ولایتونو کې ۷۶ تنه افغان بندیان سرتیري ازاد کړي او خپلو کورونو ته یې لیږلي دي

طالبانو ویلي چې ۱۵ تنه افغان سرتیري یې په خوست ولایت کې، او ۳۵ تنه یې د کندوز په ولایت کې، ۱۸ تنه یې د اروزګان په ولایت کې، او ۸ تنه یې د سرپل ولایت کې له بنده خوشي کړي دي

طالبانو ویلي چې دا هغه بندیان وو چې طالبانو په مخامخ جګړو کې ژوندي نیولي وو او زیاته کړې یې ده چې د اختر په شپو او ورځو کې به د بندیانو د خوشي کولو لړی دوامداره وساتي

په اعلامیه کې ویل شوي چې خوشې شویو افغان سرتیرو ته یې د اختر لپاره یو جوړ کالي او د لارې کرایه هم ورکړې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *