غزني قره باغ کې د اختر د خوشحالي په ډزو یو ۷ کلن ماشوم وژل شوی ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

غزني قره باغ کې د اختر د خوشحالي په ډزو یو ۷ کلن ماشوم وژل شوی ده

د غزني له قره باغ ولسوالۍ څخه راپورونه وایي چې تیره شپه د اختر د خوشحالیو په مناسبت د هوایي ډزو په نتیجه کې یو اوه کلن ماشوم وژل شوی ده

د سیمې اوسیدونکي وایی چې دغه ماشوم حمزه نومیده چې په هوایي ډزو لومړی ټپي شو او وروسته یې ناوخته په روغتون کې ساه ورکړه

وژل شوی ماشوم د شریف الله زوی او د لومړي ټولګي زده کونکی وو

دا لومړی ځل نه ده چې په افغانستان کې ورته پیښه تکراریږي بلکه ډیر ځله د اختر په خوښیو او یا د کرکټ د بریا لمانځلو پروخت د هوایي ډزو له امله ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو حکومت یې په مخنیوي کې ناکام شوی او د هوایي ډزو پروړاندې یې آن د کابل ښار کې هم کوم اقدام نه ده ترسره کړی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *