افغان او بهرنیو ځواکونو بیګا د اختر په شپه ننګرهار کې چاپه وهلې، درې ملکیان یې وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

افغان او بهرنیو ځواکونو بیګا د اختر په شپه ننګرهار کې چاپه وهلې، درې ملکیان یې وژلي

د ننکرهار ولایت څخه راپورونه وایي چې بیګا د لوی اختر په شپه افغان کمانډو او بهرنیو ځواکونو د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کې په ملکي خلکو چاپه وهلې ده

د سیمې اوسیدونکي وایي چې ګډو ځواکونو د کورونو دروازې په بمونو الوزولي د خلکو کورونه یې تلاشي کړي او وروسته یې په بې رحمانه توګه درې تنه ملکي کلیوال په ډزو وژلي دي

د سیمې د اوسیدونکو په وینا چې د اختر په لومړۍ ورځ یې ټول کلی د ویر په ټغر کیناوو او کليوال د اختر د لمانځه او مبارکیو پرځای د جنازو او قبرونو په کیندلو بوخت دي

تر اوسه د ننکرهار چارواکو او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *