د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ طالبانو ونیوله – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ طالبانو ونیوله

وسلوالو طالبانو ویلي چې د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ یې نیولې ده

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي چې د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د جګړې په ترڅ کې نیولې ده

احمدي زیاته کړې چې افغان سرتیرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې او زیات شمیر اسلحې او تجهیزات ددوی لاس ته ورغلي دي

افغان دولت تر اوسه د طالبانو ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي

بل لور ته د طالبانو ویاند دا هم ویلي چې د یاد ولایت له دایچوپان ولسوالۍ له مرکز څخه هم افغان ځواکونه تښتیدلي او هلته هم زیات تجهیزات طالبانو ته په لاس ورغلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *