طالبان: د کشمیر مسئله له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

طالبان: د کشمیر مسئله له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري

وسلوالو طالبانو د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سر رامنځ ته شوي تشنج باندې د هند پر کردار غبرګون ښودلی او د کشمیر له مسلمانانو سره یې غمرازي ښودلې ده

د طالبانو له لوري په یوه بیانیه کې ویل شوي، چې د هندوستان له لوري د کشمیري مسلمانانو نیمه ازادي سلبولو، او د هغوی سیمې ته د پوځیانو لیږلو سره یې د سیمې میشت مسلمانان له ستونزو سره مخ کړي دي

طالبانو له دواړو لوریو غوښتي چې باید داسې ګامونه اوچت نه کړي چې ورسره د سیمې حالات له بدو بدتر شي او د کشمیري ولس حقوق پکې تلف شي

طالبانو په دواړو لوریو غږ کړی چې دوی د جنګ جګړو له لاسه ترخې تجربې لري او دواړه هیوادونه باید له معقولو لارو مشکلات حل کړي

طالبانو همدا راز په ملګرو ملتونو، اسلامي هیوادونو، او اسلامي کنفرانس غږ کړی چې په کشمیر کې د بې ثباتي د مخنیوي لپاره رغنده رول ولوبوي او له خپل نفوذ څخه په استفادې دواړه لوري دې ته وهڅوي تر څو د فتنو د خپریدو مخه ونیسي

طالبانو د بیانیې په پای کې د ځینو جهتونو هغو نا معقوله خبرو په وړاندې غبرګون ښودلی چې د کشمیر مسئله تر افغانستان پورې تړلي بولي

طالبانو ویلي، چې د کشمیر مسئله تر افغانستان پورې تړل به د کشمیر د قضیې په حل او د وضعیت په ښه والي کې هیڅ کومه مرسته ونه کړي او نه باید څوک افغانستان د نورو هیوادونو د سیالیو تر سره کیدو ډګر وګرځوي

طالبانو دا غبرګون وروسته تر هغې ښودلی چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف ورور شهباز شریف په یوه غونډه کې ویلي وو چې دا نشي کیدلای چې کشمیر کې دې اور بلیږي او افغانستان کې دې سوله وي

د شهباز شریف دغو خبرو ته په پاکستان او افغانستان کې ګڼ شمیر سیاسیونو توند غبرګونونه وښودل او دا یې د شهباز شریف شخصي نظر وباله

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *