د طالبانو مشرتابه د لوی اختر پۀ مناسبت سره اختریز پیغام خپور کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د طالبانو مشرتابه د لوی اختر پۀ مناسبت سره اختریز پیغام خپور کړی

د وسله والو طالبانو مشرتابه شیخ الحدیث هبة الله اخنذاده د تېر په څیر د را روان لوی اختر په مناسبت اختریز پیغام په پښتو، فارسي، عربي، انګلیس او اردو ژبو کې خپور کړی

ملا هبة الله اخنذاده ټولو ته د لوی اختر مبارکې ویلې ده او ورته یې دعاګانې کړې دي

هیله یې څرګنده کړې، چې د اختر دغه مبارکې ورځې په خوشحالۍ ولمانځو. د اختر لمونځ، قرباني او نور عبادات په احسنه طریقه ترسره کړو او په پوره اخلاص، ورورولۍ، عطوفت او محبت سره د قربانۍ دا ستر اختر تیر کړو

نوموړي له ټولو اهل خیرو او شتمنو هیواد والو څخه هیله کړې، چې د خپلو قریبانو، ګاونډیانو، دوستانو، یتیمانو، کونډو، معیوبینو او کم وسه هیوادوالو سره حتی الوسع کومک وکړي

ملا هبة الله اخنذاده خپلو طالبانو ته په پیغام کې هدایت کړی، چې ”د اختر په ورځو کې د خپل مؤمن اولس هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره توجه وکړي، د هیواد والو د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي، د شهیدانو، معیوبینو او بندیانو د کورنیو پوښتنه وکړي او د خپل توان په اندازه ورسره مرسته وکړي“

د طالبانو مشرتابه، مؤمنو هیوادوالو ته خطاب کې ویل، چې د دوی مخالف لوري په دې وروستیو کې په هر ډول جنایت لاس پوري کړی او د عام ولس په وړاندې له یوه قسم جنایت نه هم لاس نه اړوي دا د هغوئ د ډیرې وار خطایۍ له امله له ولس سره ښکاره دښمني ته ملا تړنه ده او له هیڅ ”وحشت“ څخه دریغ نه کوي هغه زیاتوي، چې څرنګه چې د ظلم انجام زوال دی موږ باور لرو چې د دغو ظالمانو زوال او ذلت را نږدې شوی دی. ان شاءالله تعالی

پیغام کې لیکل شوي:
” که له یوې خوا دښمن د شکست او وارخطایۍ په حالت کې زموږ ولس وژنې ته مخه کړې، لله الحمد د اسلامي امارت مجاهدین د الله تعالی په نصرت او بیا د خپل میړني ولس په ملاتړ په نظامي او سیاسي دواړو ډګرونو کې په ډیر حکمت او تدبیر سره د بریا او پرمختګ مراحل طی کوي. د الفتح عملیاتو په لړ کې مجاهدینو د هیواد په بیلابیلو برخو کې ډيرې سیمې فتحه کړي دي. له اطرافي سیمو علاوه په لویو لارو او استراتيژیکو نقطو د مجاهدینو واکمني پراخه او ټینګه شوې ده. د ځمکې په مخ له دښمن څخه هر ډول نظامي ابتکار اخیستل شوی او اوس یوازې هوایي ړانده بمبارونه ورپاته دي، د مجاهدینو تر منځ اتحاد، هماهنګي، نظم او د اطاعت روحیه په ډیر ښه حالت کې ده“

د طالبانو مشرتابه ادعاء کوي، چې په سیاسي ډګر کې یې هم له نړیوالو سره روابط پراخ شوي

شیخ الدیث هبة الله اخنذاده وایي، د دوی د روانو نظامي او سیاسي مبارزو مقصد داشغال خاتمه او په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت دی او په دې کې د هر افغان خیر دی

هغه زیاتوي، ”موږ غواړو چې هیواد وال مو د منصفانه قضاء، ریښتني سیاست، قوي اقتصاد، سالم ثقافت، معیاري تعلیم، سوکاله اجتماعي ژوند او د اسلامي فرهنګ له ټولو معیارونو او مزایاوو برخمن وي
ــ په هیواد کې د ټولګټو پروژو ساتنه، د خیریه موسسو د بې غرضه فعالیتونو ملاتړ، د ملي شتمنیو حفاظت، او په ټوله کې د هیواد هراړخیز پرمختګ زموږ هدف او د پالیسي برخه ده“

د طالبانو مشرتابه د دوی مخالف صف کې ولاړو افغانانو ته سپارښتنه کړې، چې دوی یې خیرخواهان دي، باوري دې شي، چې په دوئ یې د دنیا او آخرت بدمرغي نه لوریږي

طالبانو له افغان حکومت له کارکونکو سره د خپل مخالفت لامل دا ښودلی چې دوئ د ”اشغالګرو“ په صف کې ولاړ دي، طالبان د زرګونو بندي عسکرو په خوشي کولو سره ثابته کړې چې که دوی د پردیو لپاره له جګړې او خدمت نه لاس واخلي زمونږ وروڼه دي، مخته لیکي:
”تاسې چې د وطن د دفاع په نوم له اشغال ګرو سره په څنګ کې ولاړیاست او له خپلو هیواد والو سره په جنګ یاست نو وطن له چا څخه ساتئ؟ راځئ د هیواد د ازادۍ او د ولس د جهادي ارمانونو د پوره کیدو له مهیا شوي فرصت نه په ګډه استفاده وکړو. د اشغالګرو د وتلو او په هیواد کې د حقیقي اسلامي نظام د جوړښت لپاره زمینه سازي وکړو. تر څو مو اولس له اوږده بحران او دوامدارو کړاوونو څخه نجات ومومي“

طالبانو امریکایې چارواکو ته پیغام پرېیښی ده، چې د تېرو ۱۸ کلنۍ ناکامې درته کاپي، ښه دا ده چې په سوله ییزو لارو غور وشي، لکه څرنګه چې د طالبانو لخوا په پوره ریښتین والي سیاسي حل لاره په مخ وړ کیږي باید امریکایي چارواکي هم په پوره صداقت دغه پروسه په مخ وشي ترڅو د مسئلې د حل په لوري اغیزناک ګامونه واخلو او اتلس کلني غمیزي ته د پای ټکی کېږدو

د طالبانو مشرتابه وړاندې وویل، چې د مذاکراتو د پروسې په جریان کې د امریکا لخوا د ظالمانه او ړندو بمباریو زیاتوالی، په ملکي سیمو بریدونه او امریکایانو د بېلابیلو پوځي او سیاسي چارواکو ضد او نقیض اظهارات هغه څه دي چې د دغې پروسې په اړه تشویش او ستاسو په اراده شک پیدا کوي، نو باید بیان شوي جنایتونو مخه ونیسئ!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *