کندهار کې د امریکایانو زغره وال ټانګ په ماین الوزول شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

کندهار کې د امریکایانو زغره وال ټانګ په ماین الوزول شوی

د کندهار ولایت څخه راپورونه وایي چې تیره ورځ ددغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو زغره وال ټانګ د کزمې پرمهال په ماین الوزول شوی ده

وسلوالو طالبانو د چاودنې مسؤلیت منلی ده

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې تیره ورځ ماسپښین یې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په خونسیزو سیمه کې د امریکایانو زغره وال ټانګ د ماین په واسطه الوزولی ده، ټانګ په مکمله توګه له منځه تللی او پکې سپاره امریکایي سرتیري وژل شوي دي

تر اوسه په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو او د کندهار دولتي مسؤلینو په دې اړه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *