ذبیح الله مجاهد: افغان دولت زمونږ له کړنلارې غلطه استفاده کوله، اوس به یو ځای هم خلاص نشي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ذبیح الله مجاهد: افغان دولت زمونږ له کړنلارې غلطه استفاده کوله، اوس به یو ځای هم خلاص نشي

وسلوالو طالبانو د کابل د نن ورځې خونړي برید په تعقیب کې یوه تونده بیانیه خپره کړې او د افغان دولت کارکونکو ته یې ګواښ کړی ده

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې کوم وخت مونږ په افغان دولت په لویو ښارونو کې بریدونه کم کړل افغان دولت زمونږ دغه کار زمونږ کمزوري او د خپل ځان یوه بریا وبلله،

بیانیه زیاتوي چې کله مونږ له افغان دولت وغوښتل چې په کلیو او ملکي تأسیساتو چاپې او ړندې بمبارۍ بندې کړۍ افغان دولت وویل چې طالبان زمونږ له بې سره بمباریو او چاپو تنګ راغلي او لایې د ملکي خلکو وژنو او بمبار ته شدت ورکړو،

طالبانو ویلي چې د کابل نننی برید د افغان دولت د هغو غلطو فکرونو نتیجه او عکس العمل ده چې دوی به په ملکي خلکو او تاسیساتو بې رحمه بمبار او چاپې وهلې

طالبانو ګواښ کړی چې افغان دولت به نور په لویو ښارونو او اطرافو کې د خپلو کړنو حساب ورکوي او په لویو ښارونو کې به هم ددوی ځالې له منځه وې وړل شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *