د بین الافغاني پنځلس کسیز مذاکراتي ټیم پر سر بیا ناندریو زور اخیستی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د بین الافغاني پنځلس کسیز مذاکراتي ټیم پر سر بیا ناندریو زور اخیستی

وروسته تر هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر د ورستیو خبرو له پیل څخه تر مخه کابل ته راغلو تر څو د طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان سیاسیونو یو همه شموله ټیم جوړ کړي، له یوې هفتې تیرولو وروسته یې وویل چې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې یو پنځلس کسیز ټیم تشکیل کړی ده

هغه وخت افغان دولت هم په ورته اعلان کې وویل چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې د یو پنځلس کسیز ټیم ټاکلی چې راتلونکي کې به له طالبانو سره په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون کوي خو د یادو کسانو نومونه یې هغه وخت اعلان نکړل

افغان ولسمشر هم په دې ورستیو کې د سولې لپاره په دولت کې د سولې چارو وزارت په نوم د یو نوي وزارت پرانسته وکړه

خو اوس تازه د سولې چارو وزارت له لوري ویل شوي چې د بین الافغاني مذاکراتي ټیم د افرادو پر سر لا هم ناندرۍ روانې دي

ځینې افغان چارواکي وایي چې یاد ټاکل شوی پنځلس کسیز ټیم ورته د منلو ځکه نه ده چې په دغه ټیم کې په لوی لاس د حکومت نیږدې کسان ګمارل شوي او ځینې یې هغه څیرې دي چې د امریکا تر پراخ نفوذ برخمنې دي

بل لور ته ولسي جرګې بیا د ولسمشر د سولې په نوم د نوي وزارت لپاره د بودیجې له تصویب کولو انکار کړی او ویلي یې دي چې یاد وزارت غیر قانوني جوړ شوی ده او دوی نشي کولای چې غیر قانوني وزارت ته بودیجه منظوره کړي

د ملي وحدت د حکومت تر منځ د یادو ناندریو پیل داسې مهال شوی چې بل لور ته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له افغان دولت سره له مخامخ خبرو کولو د تیر په څیر بیا انکار کړی، او ویلي یې دي چې په راتلونکې بین الافغاني مذاکراتو کې به ددولت چارواکي په شخصي توګه ګډون کوي او د حکومت په نماینده ګي به غونډې ته د ورتللو اجازه هیچا ته هم ورنکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *