کابل ښار شپږمه حوزه کې د ملي اردو د جلب اوجذب په مرکز موټر بم برید شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کابل ښار شپږمه حوزه کې د ملي اردو د جلب اوجذب په مرکز موټر بم برید شوی

د کابل ښار څخه تازه راپورونه وایي چې نن سهار د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د ملي اردو د جلب او جذب په مرکز د غټ موټر بم په واسطه برید شوی

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې برید د یاد مرکز په نظام قراول باندې نن سهار نهه بجې ترسره شوی

بل لور ته د عامې روغتیا ریاست وایي چې چاودنه ډیره زوروره وه او کیدای شي تلفات زیات ولري

د عامې روغتیا ریاست په خبره سیمې ته یې تر دا مهاله دیرش امبولانسونه لیږلي تر څو زخمیان روغتونونو ته ورسوي

د کورنیو چارو وزارت په خبره تر اوسه یې ۵۰ تنه ټپیان روغتونونو ته لیږلي دي

یاده سیمه د حکومت تر واک لاندې حساسه سیمه ده او ملکي خلکو ته پکې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیده
له همدې امله ښایي مرګ ژوبله زیاته دولتي سرتیرو ته اوښتې وي

د یاد موټر بم برید مسؤلیت وسلوالو طالبانو منلی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *