د تیرې شپې راهیسې د کابل باګرامیو کې د دولت او داعش وسلوالو ترمنځ نښته روانه ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د تیرې شپې راهیسې د کابل باګرامیو کې د دولت او داعش وسلوالو ترمنځ نښته روانه ده

د کابل څخه راپورونه وایي چې د بګرامیو ولسوالي کې د بیګا شپې له یولسو بجو راهیسې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

د کورنیو چارو وزارت په وینا د بګرامیو ولسوالۍ د شینې پله په سیمه کې یو شمیر وسلوال چې په یوه کور کې موجود وو د امنیتي ځواکونو له لوري لومړی محاصره شول او وروسته ددواړو لوریو تر منځ جګړه ونښته

جګړه چې اوس هم روانه ده تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي

ویل کیږي چې برید ګر نهه تنه دي او د داعش وسلوالې ډلې مربوط دي خو تر اوسه کومې مؤثقې سرچینې یاده ادعا نه ده تصدیق کړې

سیمې ته ورغلې لارې ټولې د امنیتي سرتیرو له لوري تړل شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *