غزل: محمد علیم بسمل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل: محمد علیم بسمل

زړه مې بېرته نه راکوي، سترګې دې بد پورې دي
مانه دددنیا کارونه پاتې، دورې، دورې دي

دا خو يې زموږ سترګو کې خاورې اچولې وې
ماشکه ويل چې دا يې په رنجو باندې راتورې دي

نه يمه منصور خو د ملا دار په خوب وينمه
بې له اناالحقه دلته سل خبرې نورې دي

پريږده چې دا نوم د مجازي مينې هم وګټم
هسې هم په ماباندې ښه ډير نومونه پورې دي

نوش جان بسمله په حرام پټکي سنت شمله
سترګې دې بزرګه په پرديو رنجو تورې دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *