خلیلزاد: خبرې روانې دي، زه نوي ډیلي ته ولاړم – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

خلیلزاد: خبرې روانې دي، زه نوي ډیلي ته ولاړم

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د مهم پرمختګ وروسته نوي ډیلي ته تللی دی.

نوموړي تازه په دې اړه په خپلو نویو ټویټو کې ویلي، چې زموږ او د طالبانو مذاکراتي ټیمونه د تکنیکي جزئیاتو په اړه خپلو بحثونو ته دوام ورکړی او په ټکو یې چې پر جزئیاتو باندې موافقه حیاتي ارزښت ورته لري

خلیلزاد له طالب استازو سره په خبرو کې د فوق العاده پرمختګ زیری هم ورکړی دی

”په کابل کي د تېري هفتې د فوق العاده پرمختګ برسېره، ما دا تېري څو ورځي په دوحې کي تېري کړې. او د طالبانو سره مي پر هغو باقي پاته مسایلو باندي تمرکز باندي وکړ چي ښايي د هغوی سره د بلقوه معامله تکمیل کاندي. او موږ ته د شرایطو پر بنا د خپلو قواوو د ایستلو اجازه راکړي. موږ فوق العاده پرمختګ وکړ.“

ده ویلي چې زه به څو ساعته وروسته هند ته ولاړ شم

د ده په ټکو ”زه به نن څو ساعته وروسته د نوي ډهلي پور وخوځېږم. دا ملاقات مخکي له مخکي په تقسیم اوقات وو. او هدف يې دا دی چي د افغانستان د سولي د پروسې د حمایت په مقصد بین المللي ملاتړ پراخ او غښتلی کاندو.“

درې ورځې کیږي چې طالبان او امریکایان یو ځل بیا د اتم ځل لپاره د خبرو میز ته سره حاضر شوي دي

تراوسه د دې درۍ ورځینو خبرو په اړه مالومات نه دي رسنیز شوي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *