په مشرقي ولایاتو کې هم د طالبانو د شریعت غږ راډیو خپرونې پیل کړې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

په مشرقي ولایاتو کې هم د طالبانو د شریعت غږ راډیو خپرونې پیل کړې

وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مشرقي ولایاتو خلکو ته خبر ورکړی چې د کنړ، نورستان، لغمان، جلال اباد په ولایتونو کې یې د شریعت غږ راډیو خپرونې پیل کړي دي

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې ددوی د فرهنګي چارو د کمیسیون له لوري په یادو ولایتونو کې د شریعت غږ راډیو خپرونې د اف ام له لارې خپریږي

طالبانو ویلي چې ددوی د شریعت غږ راډیو خپرونې به هره ورځ د سهار له ۶ بجو څخه تر ۸ بجو پورې او ماښام له ۶:۳۰ بجو څخه تر ۸:۳۰ بجو پورې د اف ام په څپو ۹۱.۷ باندې خپریږي

طالبانو دا اعلان داسې مهال کړی چې نن د افغان دولت له لوري په یو خبر کې ادعا وشوه چې په غزني کې یې د طالبانو د شریعت غږ اف ام راډیو بمبار کړې او له منځه یې وړې ده

خو طالبانو د افغان دولت دغه ادعا پروپاګند او بې اساسه بللې او ویلي یې دي چې په غزني ولایت کې ددوی د شریعت غږ راډیو ته کوم زیان نه ده رسیدلی او د پخوا په شان یې خپرونې دوام لري

طالبانو د افغان دولت ددغې ادعا په غبرګون کې ویلي چې افغان دولت په داسې مهال د طالبانو د شریعت غږ راډیو د له منځه وړلو خبره کوي چې بل لور ته طالبان رسنیو ته په ګواښونو کولو ملامت بولي خو خپله بیا د طالبانو د راډیو د ویشتلو دعوه کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *