امریکا کې په څلورویشت ساعتونو کې دریم خونړی برید ترسره شو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

امریکا کې په څلورویشت ساعتونو کې دریم خونړی برید ترسره شو

د امریکا له ټیکساس او اوهایو څخه وروسته په شیکاکو ښار کې هم وسلوال برید وشو

د شیکاکو چارواکو ویلي چې یو تن ددغه ښار په لویدیځ ”داګلاس“ پارک کې له خپل موټر څخه په خلکو ډزې کړي او بریدګر له سیمې تښتیدلی ده

د شیکاګو د پولیسو د خبر په حواله تر اوسه په دغه برید کې ۷ تنه ټپیان شوي چې د ځینو حالت خطرناک ښودل شوی ده

امنیتي چارواکي وایي چې تر اوسه د برید په تړاو څوک نیول شوي نه دي خو د بریدګر د موندنې او د پیښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړي دي

دا په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په امریکا کې دریم خونړی برید ده چې زیاته مرګ ژوبله اړوي

تردې وړاندې لومړی یو سپین پوستي بریدګر د ټکساس په ایالت کې په یوه مغازه برید وکړو چې ۲۰ تنه یې ووژل او ۲۶ نور یې ټپیان کړل
دوهم برید څو ساعته وروسته په اوهایو ایالت کې ترسره شو چې ۱۰ تنه یې ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل

پولیسو د لومړي بریدګر د نیولو خبر ورکړی وو او د ورستیو دواړو بریدونو ترسره کونکي تښتیدلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *