کوګلمېن: طالبانو امریکایان کنج ته تخته کړي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

کوګلمېن: طالبانو امریکایان کنج ته تخته کړي دي

مشهور امریکايي سیاسي مبصر، مایکل کوګلمېن، لیکي د امریکایانو او طالبانو خبري دونه پرمختګ کړی دی چي فقط څو میاشتي مخکي یې چا تصور هم نه سوای کولای. خو د سولي ټوله پروسه د طالبانو له مزاج او خوښي سره سمه روانه ده.

طالبانو غوښتل چي یوازي امریکا سره خبري وکړي، او همدا وسوه. هغوی غوښتل چي لومړی موافقه وسي، او بیا اوربند وسي، تر اوسه پوري همدا کیسه روانه ده. هغوی ټینګار کاوه چي د افغان حکومت سره به د حکومت په حیث خبري نه کوي، همدا کېږي.

مایکل لیکي موږ باید تعجب و نه کړو، ځکه طالبان له اوله سره خبرو ته له قوي موقفه ور داخل سول. نو لهذا، د مانورې لپاره زیاته ساحه لري. طالبان د موافقې د تر لاسه کولو لپاره عجله نه لري، خو امریکایان په بېړه کي دي.

مایکل کاږي هیڅوک باید مذاکراتو ته له کمزوري موفقه ور داخل نه سي،‌ خو واشنګټن بله چاره نه لري.

مایکل لیکي د سولي د پروسې اټکل ګران دی، ځکه د طالبانو سره سوله سابقه نه لري. موږ ښايي یوې موافقې ته ور نژدې سوي یو، خو دې معاملې زیات لاینحله سوالونه، ابهامات، او ریسکونه راپورته کړي دي. (عرب نیوز: د اګسټ ۳، ۲۰۱۹)

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *