د امریکا په اوهایو ایالت کې وسلوال بریدګر ۱۰ تنه ووژل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د امریکا په اوهایو ایالت کې وسلوال بریدګر ۱۰ تنه ووژل

د امریکا د متحده ایالتونو د اوهایو ایالت په ”ډیټون“ ښار کې یو وسلوال کس د یوې شرابخانې بهر په خلکو ډزې کړي دي او لس تنه یې وژلي دي

د اوهایو ایالت پولیس وایي چې په دغه برید کې شپاړس تنه ژوبل شوي هم دي

تر اوسه بریدګر د پولیسو له لوري نیول شوی نه ده خو پولیس وایي چې د ډزو پر ځای کې یې شاوخوا ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او سیمې ته مرستندویه ډلې رسیدلي دي

پولیسو له خلکو غوښتي چې د پیښې له سیمې لرې وواوسي

دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دوهم غټ خونړی برید ده چې په امریکا کې ترسره کیږي

تر اوسه ددغه ترسره شوي برید انګیزه نه ده روښانه شوې

تر دې برید ۲۴ ساعته وړاندې یو بل بریدګر هم د ټیکساس په ایالت کې په یوه مغازه برید کړی وو چې ۲۰ تنه یې ووژل او ۲۶ نور یې ټپیان کړل

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *