د امریکا په ټیکساس ایالت کې یو بریدکونکي شل تنه وژلي ۲۲ تنه یې زخمیان کړي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د امریکا په ټیکساس ایالت کې یو بریدکونکي شل تنه وژلي ۲۲ تنه یې زخمیان کړي دي

د امریکایي رسنیو دخبر په حواله تیره ورځ ۱۰:۳۰بجې د امریکا د ټیکساس ایالت په الپاسو ښار کې یو وسلوال برید ګر د یوې مغازې دننه په پلورنکو ډزې وکړې او شل تنه یې ووژل

د ټیکساس پولیسو هم د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دوی ته خبر ورسیده نو په شپږو دقیقو کې یې د برید ځای ته ځانونه ورسول او بریدګر یې ژوندی ونیو

د ټیکساس پولیسو ویلي چې په دغه خونړي برید کې چې د ټیکساس په تاریخ کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی ۲۲ تنه زخمیان شوي هم دي چې د وینې مرستې ته شدیده اړتیا لري

بریدګر ۲۱ کلن پاتریک کروسیوس نومیږي او د الاس اوسیدونکی ده

تر اوسه د برید انګیزه معلومه نه ده چې بریدګر ولې برید ترسره کړی ده

د ټیکساس پخواني ښاروال چې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند هم ده ټیکساس ته رسیدلی ده تر څو د پیښې له قربانیانو سره غمرازي وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم یاد برید د امریکا په تاریخ کې خونړی برید بللی او ویلي یې دي چې شل تنه پکې وژل شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *