د هرات د زنده جان ولسوالۍ ولسوال په بم الوزول شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د هرات د زنده جان ولسوالۍ ولسوال په بم الوزول شوی

د هرات ولایت څخه تازه راپورونه وایي، چې ددې ولایت د زنده جان ولسوالۍ ولسوال شاکرالله شاکر په خپل موټر کې له خپل ورور سره یوځای په ماین الوزول شوی ده

د هرات د پولیسو قومنداني وایي، چې نوموړی غرمه ناوخته د ترکۍ په سیمه کې روان وو چې وسلوالو یې پرموټر برید وکړو

وروسته چې کله نوموړي له سیمې د ځان خلاصون هڅه کوله د سپارلي موټر یې پر ماین وخوت

له نوموړي سره دده ورور او یو ساتونکی هم وژل شوی او پنځه تنه ساتونکي یې ټپیان دي چې ددوو تنو حالت نازک ښودل شوی ده

تر اوسه په نوموړي د برید او د هغه د وژل کیدو مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه ده منلی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *