طالبانو د فراه ولایت لپاره د خپل والي ”ملامشر اخند “ وژل کېدل تائید کړلو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبانو د فراه ولایت لپاره د خپل والي ”ملامشر اخند “ وژل کېدل تائید کړلو

وسلوالو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فراه ولایت لپاره ددوی والي ملا فضل الرحمن چې په ملامشر اخند سره یې شهرت درلود د دوئ د مخالف لوري په یوه هوایي برید کې وژل شوی ده

طالبانو ویلي، چې ملا مشر اخند تیر ماښام د امریکایانو په یوه هوایي برید کې په ”شهادت“رسیدلی ده

په اعلامیه کې راغلي چې ملا مشر په فراه کې ددوی یو با استعداده ،تکړه او د زړور ”مجاهد“ په صفت پیژندل شوی شخصیت وو خو د دۀ په وژلو سره به د طالبانو په صفونو کې هیڅ کوم تغیر رانشي

طالبانو ویلي، چې د دوئ د مشرانو په وژلو سره د دوئ صفونه په تیر وخت کې هم نه دي ضعیف شوي او نه به د ملامشر اخند په وژلو سره د فراه ولایت په جهادي چارو کې کوم بدلون رامنځ ته شي

تیره ورځ افغان دولت هم ادعا کړې وه چې د فراه ولایت لپاره یې د طالبانو والي په یو هوایي برید کې وژلی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *