دایکندي کې ښځینه مظاهرچیانو والي او امنیه قومندان ته یو یو تابوت او یوه شرمنامه سوغات لیږلې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

دایکندي کې ښځینه مظاهرچیانو والي او امنیه قومندان ته یو یو تابوت او یوه شرمنامه سوغات لیږلې

تیره ورځ په دایکندي ولایت کې یو شمیر ښځینه مدني فعالانو د دولت د وروستیو ناکامیو پرخلاف لاریون وکړ

لاریون کونکو میرمنو چې اکثره د سیمې د پاڅونوالو او دولتي سرتیرو د کورنیو غړې وې، د طالبانو پرخلاف یې شعارونه ورکول

یادو میرمنو چې یو شمیر ځوانانو یې هم ملاتړ کاوو، د دایکندي دولتي چارواکي مفسدین تمبل او خائینین وبلل

مظاهره کونکو میرمنو له ځانه سره تش تابوتونه په اوږو بارکړي وو او یوه یوه شرمنامه یې هم له ځان سره لیږدوله، چې ګویا د دایکندي والي او امنیه قومندان ته شرم پکار دی، چې د طالبانو د حملو مخنیوي کې پاتې راغلي او ویل یې چې نور دوی د خپلو بچیانو تابوتونه په اوږو نشي وړلای

د مظاهرې په پای کې مظاهره کونکو د ټولو اداري چارواکو په نمایندګي یو یو تابوت او یوه لیکل شوې شرمنامه د دایکندي والي او امنیه قومندان ته تخفه کړل

دا مظاهرې داسې مهال شوي، چې له تیرې څه مودې راهیسې وسلوالو طالبانو په دایکندي کې خپلو حملو ته زور ورکړی او تر سلو زیات سرتیري یې وژلي دي

طالبان وایي، چې دوی باربار افغان عسکرو ته د عفوې اعلانونه وکړل او د افغان ولس پرخلاف له جنګیدو یې منعه کړل خو اوس هم چې څوک د امریکا په جوړه شوې اداره کې کارکوي او د امریکا لپاره لاهم خپل ولسونه وژني، دوی ورته له مرګ پرته بله لاره نه ویني

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *