امریکا په کابل کې له خپل سفارت څخه دیپلوماتان امریکا ته ټولوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

امریکا په کابل کې له خپل سفارت څخه دیپلوماتان امریکا ته ټولوي

د سي ان ان CNN خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د لوړپوړو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې امریکا په پام کې لري چې په کابل کې د خپل سفارت د کارکونکو شمیر کم کړي

په کابل کې د امریکا سفارت په نړۍ کې تر ټولو لوی سفارت بلل کیږي چې په تیره څه باندې یوه لسیزه کې د نړۍ د سفارتونو په سطحه پکې زیات دیپلوماتان اوسیدل

د سي ان ان د راپور په حواله چې امریکایي چارواکو په کابل کې د خپل سفارت د ابادي چارې درولي دي

تراوسه دا نه ده معلومه چې د امریکا په دغه سفارت کې څومره دیپلوماتان اوسیږي او اوس څومره کسان امریکا ته ترې ستنیږي خو ویل کیږي چې په تیرو څه باندې لسو کلونو کې ددې سفارت د دیپلوماتانو شمیر په زرګونو وو

د امریکا د سفارت د دیپلوماتانو د بیرته تګ خبره داسې مهال کیږی چې بل لور ته امریکا ویلي چې ۶۰۰۰ پوځیان به په لومړۍ جوپه کې له افغانستان څخه وځي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *