ډیلې ټایمز: امریکا د ځواکونو د ایستلو لپاره ۱۸ میاشتې وخت غواړي، طالبان ۹ میاشتې ورکوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ډیلې ټایمز: امریکا د ځواکونو د ایستلو لپاره ۱۸ میاشتې وخت غواړي، طالبان ۹ میاشتې ورکوي

له پاکستان څخه خپریدونکې ”ډیلې ټایمز“ ورځپاڼې پاکستان ته د زلمي خلیلزاد د وروستي سفر په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د خلیلزاد دا وروستنی سفر د امریکا او طالبانو دواړو لپاره خورا مهم سفر دی ځکه چې ټاکل شوې په دغه سفر کې په هغو یو شمیر پیچلو مسائلو باندې لاسلیکونه وشي کوم چې د دواړو لوریو ترمنځ د ډیر وخت راهیسې د خبرو د مهمو اجنډاؤ په سر کې وې

په مطلب کې د هغو خبرو یادونه نه ده شوې چې په کومو مسائلو باندې به دا ځل لاسلیکونه وشي، خو تر دې وړاندې داسې خبرونه ورکول شوي وو، چې طالبان او امریکا به داځل له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو او له افغانستان څخه امریکا ته د خطر نه پیښیدلو پر مسائلو د ځینو لویو هیوادونو په موجودیت او تضمین کې لاسلیکونه وکړي

د ډیلې ټایمز د راپور په حواله چې ځینو سرچینو ورته ویلي، امریکا غواړي چې د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره له طالبانو د اتلس میاشتو مهلت ترلاسه کړي، خو طالبانو بیا د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره امریکا ته یوازې نهه میاشتې وخت ښودلی چې په دغه موده کې به امریکا خپل ټول پوځونه له افغانستان څخه باسي

تر اوسه د طالبانو او امریکا ترمنځ د اوو تر سره شویو پړاوونو د خبرو موضوعات له رسنیو پټ ساتل شوي او معلومه نه ده چې دواړه لوري به د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره په څومره موده سره سلا شي، خو طالبانو چې تل یې په خپله خبره ټینګ دریدل عادت دی تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره به امریکا ته د کال وخت نه بلکې یوازې د میاشتو وخت ورکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *